زابل کې د سېلابونو له امله ۳ کسان مړه شوي

سېلابونه - ارشيف

په زابل ولایت کې لږ تر لږه درې تنه په سېلونو او ۳ ماشومان د نس ناستې په ناروغۍ مړه شوي دي.

له وړمې شپې څخه د زابل په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا میزانې ولسوالۍ کې سېلونه راوتلي او خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په نس ناستي د درو ماشومانو د مړینې په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په خواشینۍ سره درې ماشومانو د شینکۍ ولسوالۍ په اکازو کلي کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. همدا راز په میزانې ولسوالي کې د شدیدو سېلونو له کبله درې تنه مړه شوي دي."

که څه هم ښاغلی حکیمي وايي چې د عامې روغتیا ریاست ټیمونه سېل ځپلیو او وبا ځپلیو سیمو ته استول شوي خو په ځانګړي ډول سېل ځپلي وايي چې مرستې ورسره نه دي شوي.