د افغان ښځو تراژیدي تېر یوه کال کې؛ غفاري ولې له هېواده ووته او ولې بېرته ستنه شوه؟

Your browser doesn’t support HTML5

د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان د تاریخي بدلون کلیزه په مناسبت د مرکو په لړۍ کې ازادي راډیو له داسې یوې مېرمنې سره خبرې کړي چې په یوه دودیزه ټولنه کې یې د ښځو په پلوي غږ اوچت کړی و، خو نږدې کال وشو چې غږ یې غلی دی. ظریفې غفاري چې د میدان وردګو د مرکز میدان ښار د ښاروالې په توګه کار وکړ.

د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان د تاریخي بدلون کلیزه په مناسبت د مرکو په لړۍ کې ازادي راډیو له داسې یوې مېرمنې سره خبرې کړي چې په یوه دودیزه ټولنه کې یې د ښځو په پلوي غږ اوچت کړی و، خو نږدې کال وشو چې غږ یې غلی دی.

ظریفې غفاري چې د میدان وردګو د مرکز میدان ښار د ښاروالې په توګه کار وکړ او له مخالفتونو سره سره‌یې خپلې دندې ته دوام ورکړ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په اله ګوله کې له هېواده ووتله، خو د طالبانو په واکمنۍ کې بېرته هېواد ته ستنه شوه.

په دې مرکه کې له ظریفې غفاري دا هم پوښتل شوي چې ولې له هېواده ووته او ولې بېرته ستنه شوه؟