حمیده یمه د غزني په جهان ملکه لېسه کې د ۱۲م ټولګي زدهکوونکې.
موږ افغانې نجونې تل خپل قسمت ځورولې او ژړولې یو.
د نړۍ نجونې ښوونځیو ته ځي، درسونه وايي، زدهکړې کوي، خپل هدفونه ټاکي، خو زموږ قسمتونه خوار دي، داسې څوک راباندې مسلط شوي چې خپل حق نهراکوي، مکتبونو ته مو نهپرېږدي، هغوی غواړي چې زموږ راتلونکی تیاره کړي.
کله چې زموږ مکتبونه خلاص وو، موږ به سهار وختي له خوبه پاڅېدو، د کور ځیني اړین کارونه به مو کول، مکتب ته د تلو تیاری به مو نیوی، د کتابونو، کتابچو او قلمونو په راټولولو بوختې وو، خو اوس هغسې نهده.
موږ به یو وخت سهار په یوه هیله له خوبه راپاڅېدو، د ټاکلي هدف لپاره به موږ هڅې پیلولې، موږ به د رڼا پر لور ګامونه اخیستل، خو اوس نهیلې راپورته کېږو، نهیلې ورځ سبا کوو او نهیلی ژوند کوو.
زه اوس په کور کې د ځینو کتابونو مطالعه کوم او د کور په کارونو بوخته یمه.
د نورو نجونو ترڅنګ ما په ژوند کې ډېر امېدونه لرل، خو داسې ښکارېږي چې هغه ارمانونه او هیلې مې خاورې شوې.
ما غوښتل ۱۲م خلاص کړم، بیا لوړې زدهکړې وکړم، وروسته یوه ښوونکې سمه، یوه ښکلې نړۍ وروزم، خو اوس د کور په څلورو دېوالونو کې بنده پاته یمه.
زه خپل راتلونکي ته حیرانه یمه چې څه کړمه.
خو بیا هم امېد شته چې طالبان به خامخا موږ ته د زدهکړو کولو اجازه راکوي او موږ به بیا د رڼا پر لور خپل منزل ته مزل وهو.
Your browser doesn’t support HTML5