پر پوځ د انتقادي راپور له خپرېدو وروسته حکومت په پاکستان کې د يو ټلوېزيون جواز لغوه کړ

د اې، ار، وای (ARY News) نیوز ټلوېزیون

د پاکستان چارواکو د یوه مشهور ټلوېزیوني کانال کاري جواز وروسته له هغې فسخه کړ، چې دغه ټلوېزیون څو ورځې مخکې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو په اړه یو انتقادي راپور خپور کړ.

د اې، ار، وای (ARY News) نیوز په نوم ټلوېزیون په اړه د پاکستان د برېښنايي رسنیو د تنظیم ادارې پرونۍ پرېکړه د پاکستاني ژورنالېستانو د انتقادونو سبب شوې ده.

تر دې څلور ورځې مخکې د دې ټلوېزیون خپرونې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د یوه مخکښ همکار د تبصرو تر خپرېدو وروسته بندې شوې.

ARY له اوږدې مودې راهیسې د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړی ګڼل کېږي.

عمران خان له واک څخه تر پرځول کېدو وروسته د پاکستان پر پوځ انتقادونه کوي.