د طالبانو اقتصادي کمېسيون د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي غوښتنه کړې

د تېلو ذخيرې

د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون افغانستان ته د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دغه کمېسیون په خپله پرونۍ غونډه کې چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، نه دي ویلي چې د بې کیفیته تېلو شتون څومره لویه ستونزه ده.

تر دې وړاندې عامو افغانانو د تېلو د ټیټ کیفیت او بې سارې لوړې بیې په اړه ازادي راډیو ته شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې له افغانستانه بهر ته د زړو اوسپنو د لېږد پر بندیز او ټاپي پروژې هم بحثونه شوي دي.