مسوولین: د قوش تېپې کانال د جوړولو چارې له ټاکلي نېټې مخکې پشپړېږي

د قوش تېپې کانال د جوړولو چارې

په شمال کې د قوش تېپې کانال جوړولو د چارو مسوولین وایي، د دغې سترې پروژې کارونه په چټکۍ مخته ځي او هغه به تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي.

د قوش تېپې د اوبو لګولو دغه ستره پروژه چې د سروې چاروې یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې وې، د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده متر مکعبه اوبه رااخلي، د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.

د دغې پروژې ولایتي مسوول انجنیر فرید عظیم پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د قوش تېپې د اوبو لګولو د پروژې لګښت ۶۰ میلیارده افغانۍ اټکل شوی او هغه به د افغانستان د حکومت له ملي بودجې تمویلېږي.

د نوموړي په خبره دغه پروژه د افغانستان لپاره حیاتي ده په بشپړېدو سره به یې افغانستان د غلې له اړخه پر ځان بسیا شي.