پاکستان د یوه خصوصي تلوېزیون پر خپرونو بندیز ولګاوه

ارشیف

د پاکستان د یوه خصوصي تلوېزیون خپرونې د دې هېواد په ډېرو برخو کې بندې شوې.

د ازادي راډیو د ګندهارا ویبپاڼې د راپور له مخې د اې آر وای تلوېزیون خپرونې وروسته له هغې بندې شوې چې د پاکستان د پوځ په اړه یې یو راپور خپور کړ.

دې تلوېزیون د اګسټ په اتمه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان چې دغه تلوېزیون یې د اوږدې مودې ملاتړی بلل کېږي، د یوه سلاکار هغه ادعا خپره کړې چې واکمن ګوند یې د پاکستان د پوځ پر ضد په ناوړه کمپاین تورن کړی و.

هغه تور چې ملي امنیت ته یو ګواښ ګڼل شوی.

د دې تلوېزیون مرستیال احمد یوسف دغه پرېکړه غیرقانوني بللې او ویلي یې دي چې په اړه به یې محکمې ته دعوا وکړي.

د پاکستان د خبریالانو ټولنې هم ویلي چې که د دې شبکې خپرونې په بشپړه توګه ژر بېرته پیل نه شي، نو په ټول هېواد کې به اعتراضونو ته مخه کړي.