د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډلې غړي د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.
د اسلامي هېوادونو د یووالي ورزشي سیالۍ په لړ کې د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډلې غړي شاه محمود نورزي وکړای شول د ۱۰۰ مترو واټن په لسو ثانیو او د یوې ثانیې په ۴۹ برخه کې ووهي او په دې توګه یې د دې سیالیو نیمه پای لوبې ته لار ومونده.
د افغانستان د بدنې روزنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، نورزي تر دې وړاندې دا واټن په ۱۰ ثانیو او د یوې ثانیې ۷۲ برخه کې وهلی و.
د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالۍ د ترکیې په قونیې ښار کې روانی دي.
د دې لوبو د ځغاستې سیالیو نیمه پای لوبه نن شپه کېږي.