د افغانستان صنعت کاران د خپلو ستونزو د نه هواري له امله سر ټکوي

ارشیف

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وایي، تر اوسه یې هم کارخونو ته کافي برښنا نه‌ده برابره شوې او د ځمکې او مالیې د ورکړې په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې رییس عبدالجبار صافي نن ازادۍ راډیو ته وویل، د دې ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت له مسوولانو سره خبري دوام لري.

صافی وایي، د برښنا نشتوالی د کارخونو لپاره یوه جدي ستونزه ده، له همدې امله دوی له برښنا شرکت غوښتي چې د وارداتي برښنا تر څنګ دې له داخلي سرچینو هم یادو کارخونو ته برښنا ورکړي.

په ورته مهال د کابل برښنا ریاست نن یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د یوه نوي پلان له مخي غواړي د برښنا مصرف کوونکو، په ځانګړي توګه صنعتي پارکونو ته د اړتیا وړ برښنا برابره کړي.