په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د پوځ یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، په نننۍ چاودنه کې د پوځ د موټرو هغه کاروان په نښه شوی دی چې له میرانشاه څخه د بنو پر لور روان و.
سرچینې زیاته کړه چې د پېښې په ټپیانو کې درې سرتېري او څلور ملکیان چې په پوځي کاروان کې روان وو، شامل دي.
د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې خو دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې د پاکستاني طالبانو درې تنه قوماندانان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.