د اسيا ماشومانو اووم پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې

د اسيا د ماشومانو سيالۍ - ارشيف

د روسي رسنیو د راپورنو له مخې، د اسيا ماشومانو سيالۍ چې د روسيې په (ولاديو ستوک) ښار کې د کورش، لامبو وهلو، بډمنټون، فوټبال، فوټسال او جودو برخو کې وشوې، ١٣ ورځې يې دوام وکړ.

دې سياليو کې ١٢هېوادونو ګډون درلود چې په هرو څلورو کلونو کې يو ځلې کېږي.

د يادو سیالیو اووم پړاو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله، د ٢٠٢٠ کال پر ځاى په ٢٠٢٢ کال کې وشو.

د يادولو ده چې افغانستان د ٢٠٢٢ کال ټورنمنټ کې د نقرې يو مډال د تکواندو ملي لوبغاړي ازاد بیگ نوروزي د لوبېدو بریا له لارې ترلاسه کړ.

د دې سياليو اتم پړاو به په ٢٠٢٤کال کې د روسيې په کوربه‌توب وشي.

ددې سیالیو موخه د شطرنج لوبې وده ښودل شوې.