افغانستان نن د اسيا د ۱۹ کلنو کم عمره فوټبال سياليو کې له ایران سره لوبه کوي

د افغانستان ۱۹کلن کم عمره فوټبال لوبغاړي - ارشيف

د افغانستان فوټبال فدراسيون په يوې خبر پاڼه کې ليکلي، دا سيالۍ د افغانستان په وخت ۵:۳۰ بجې پيلېږي.

د دې خبرپاڼې په حواله، افغان لوبغاړو د یک‌شبنې په ورځ له تاجکستان ۱-۴ او له هغې وړاندې د جمعې په ورځ له قرغیزستان ۰-۱ ماتې خوړلې وې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغانستان له ایران وروسته ازبکستان سره لوبه لري.

دا سيالۍ د تاجکستان په کوربه‌توب کېږي‌.