چين د تايوان په شاوخوا سيمو کې د خپلو پوځي مانورو د غځولو خبر ورکړی

د چين پوځي مانورې

د چین دغه ګام په دې سیمه کې هوایي او سمندري ترافیک ګډ وډ کړي او د سیمه‌ییزې ناندرۍ اندېښنې یې زېږولي دي.

دا سیمه چې پوځي مانورې په‌کې کیږي، نړیوالې سوداګرۍ ته ډېر اهمیت لري.

دا مانورې تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې کېږي، چین هغه سفر لمسونکی بللی و.

چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي ټایپي ته د امریکا د استازیو د جرګې د مشرې سفر سمدستي وغانده او ویې ویل چې دا به د سیمې پر سوله او ثبات ناوړه اغېز وکړي.