ټي ټي پي افغانستان کې د خپلو درې لوړ پوړيو غړيو وژنه تأييد کړه

ارشيف

تحریک طالبان پاکستان تأیید کړه چې درې لوړپوړي غړي یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د ټي ټي پي یوې معتبرې سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته د دغې خبرې پخلی کړی دی.

په وژل شویو پاکستاني طالبانو کې یو هم په خالد خراساني مشهور عبدالولي دی.

د دوو نورو نومونه حافظ دولت او مفتي حسن ښودل شوي دي.

دوی تېره ورځ د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې موټر یې پر خښ شوي ماین برابر شو.