د اردن يوه مؤسسه له افغان زيانمنو شويو سره مرستې کوي

افغانستان کې د وروستيو زلزلو له امله يو شمېر بې ځايه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اردن له یوې موسسې سره په افغانستان کې له زیانمنو شویو سره د یو میلیون ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړ.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په پکتيکا او خوست کې يوه نيمه مياشت وړاندې د زلزلې له امله زيانمن شويو کسانو ته به مرستې ورسول شي.

د اردن د بشري مرستو شاهي بنسټ (RHF) ویلي چې په افغانستان کې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره به له ملګرو ملتونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په پکتیکا او خوست کې د جون په ۲۲مې زلزلې تر زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نور یې ټپیان کړل.