د ایران ځانګړي استازي سیستان ته د افغانستان د اوبو خوشې کول تایید کړل

د کمال خان بند

د ایران سیستان سیمې ته د افغانستان له لورې اوبه داخلې شوې.

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پرون وویل، چې د پر له پسې دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې افغانستان اوبه ورخوشې کړې دي.

ښاغلي قمي زیاته کړه، چې له طالبانو سره یې خبرې روانې دي څو اوبه په دوامدار ډول د ایران لور ته وبهېږي.

وروسته تر دې چې طالبانو کابل نیولی دی دا دوهم ځل دی چې د کمال خان بند اوبه خوشې کوي.

خو طالبان وايي، چې اوبه یې د افغانستان پر لور خوشې کړې دي.