وسله والو د ننګرهار په مومندره کې یو قومي مشر وژلی

قومي مشر ملک جمیل

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر لومړی له کوره ویستی او وروسته یې په ډزو وژلی دی.

د سیمې اوسېدونکي ملک عباد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، چې پېښه تېره شپه شااوخوا ۸نیمې بجې شوې خو جسد یې نن سهار وختي د دوی لاسته ورغلی دی.

د ملک عباد په خبره، وژل شوی قومي مشر ملک جمیل نومېږي چې د قران حافظ او د مومندرې ولسوالۍ د هزارناو سیمې اوسېدونکی دی.

د ملک عباد د معلوماتو له مخې، دوی چې غوښتل یې جسد یې د تورخم- جلال اباد لویې لارې ته د احتجاج په توګه انتقال کړي، د سیمې د امنیتي چارواکو او مسوولانو سره یې د یوه تفاهم او دا چې عاملان به یې پیدا او قانون ته سپارل کېږي، له خپل احتجاجه تېر شوي دي.

دی زیاتوي، چې ملک جمیل د هېڅ ډلې ټپلې مربوط سړی نه و او یواځې د خپلې سیمې جرګې مرکې به یې کولې چې څو مخ پټو وسله والو وواژه.

اخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم ازادي راډیو ته د پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې ولایت مقام د پېښې په تړاو یوه پلاوي ته د څېړنو سپارښتنه کړې چې سیمه ته رسېدلی او څېړنې یې پیل کړي دي.