چارواکي: زابل کې د شري ناروغۍ له امله ۴ تنه مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د کوچیانو په یوه ګرځنده کلي کې د شري ناروغي خپره شوې او تراوسه پورې لږترلږه ۴ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې ساحې ته یې روغتیايي ټیمونه استولي دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د شري ناروغي ډېره خپره شوې وه خو وروسته یې تر ډېره مخه ونیول شوه.