ایراني چارواکي: د اوبو یو څاڅکی ترکیې او افغانستان ته نه بخښوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران به د خپلو اوبو د حق حتی یو څاڅکی ګاونډیو هېوادونو؛ ترکیې او افغانستان ته ونه بخښي.

حسین امیرعبدالهیان دا خبره د خپل هېواد پارلمان ته وکړه.

ده وویل، ایران او ترکیې د ارس سیند په اوبو کې د دوو خواوو د ونډې پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

ایراني چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره هم د هلمند سیند او د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو په اړه خبرې کړي دي.