سعودي کې د یو ایراني وګړي خلاصون لپاره ایران له عراقه مرسته غوښتې

بیت الله شریف

ایران له عراقه غوښتي، چې د سعودي عربستان له زندانه د یوه ایراني تبعه په خلاصون کې مرسته وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه ایراني تبعه د روان کال په جولای میاشت کې د حج د مراسمو پر مهال نیول شوی و.

نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالحیان د جمعې په ورځ له خپل عراقي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له عراق څخه وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.

عراق د دوو سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربه دی.

تهران او ریاض په ۲۰۱۶ کال کې خپلې اړیکې پرې کړي.