طالبان: د امریکا له لوري نښه شوې سیمه کې هېڅ جسد نه دی موندل شوی

د کابل شېرپور سیمه چېرته چې تېره اوونۍ د امریکا بې پیلوټه الوتکې د القاعده مشر ایمن الظواهري وواژه.

د طالبانو حکومت وايي په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې مواد کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د جولای د ۳۱ مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی.

د امریکايي چارواکو په وینا په دې حمله کې له هیل فایر ډوله توغندي څخه کار اخیستل شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د آزادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه پیغام کې لیکلي دي، چې په دې برید کې له داسې موادو کار اخیستل شوی دی چې هرڅه یې له منځه وړي او د ده په وینا دوی حتی د برید په ځای کې د چا جسد هم نه دی موندلی.

هغه وايي: "تر اوسه دغه ټوله موضوع تر څېړنو لاندې ده. کوم جسد هم موږ لا نه دی موندلی، ځکه هلته داسې باروت کارول شوي چې هرڅه یې کاملاً له منځه وړي."

متحدوایالتونو تراوسه د طالبانو د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.