تاجکستان او ازبکستان د افغانستان سرحد ته نژدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

د تاجکستان پوځیان

د ازبکستان د دفاع وزارت د افغانستان سرحد ته نژدې د تاجکستان له پوځي ځواکونو سره د ګډو پوځي تطبیقاتو خبر ورکړی.

انټرفکس خبري آژانس پرون د ازبکستان په جنوب لویدیځ کې د ځانګړو پوځي ځواکونو د قوماندان زیناب الدین ایمانوف له قوله خبر ورکړ چې وايي، پوځي تطبیقات ترمز ښار ته نژدې پیل شوي دي.

د راپور له مخې د دې پوځي تمرینونو د پرانیستو په مراسمو کې د تاجکستان د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز مرستیال شرف خدای بیردي هم حاضر و.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ازبکستان د افغانستان سرحد ته نژدې څوڅلې له روسیې او د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.