په ایران کې د سېلابونو له پراخېدو وروسته د یزد ښار تاریخي میراثونو ته د احتمالي زیان په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د تاریخي آثارو یوه کارپوه کاوه منصوري پرون ایسنا خبري آژانس ته وویل، چې روانو سېلابونو د امیر چخماق په نوم د یزد د تاریخي آثارو ټولګې ته سخت ګواښ پېښ کړی.
د ایراني چارواکو په وینا په یزد کې سېلابونو ۲۴۰ تاریخي کورونو ته زیان اړولی دی.
له دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، چې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د راوتو له کبله ۹۰ کسان مړه شوي او اته نور تري تم دي.