د ايران - ترکيې په پوله افغان کډوالو سره ناوړه چلند غبرګونونه پارولي

ارشيف

د ایران او ترکیې په پوله کې له یوه ډله افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي ویډیوګانو ګڼ غبرګونونه پارولي.

لږ تر لږه دوه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې ګڼ افغان پناه غوښتونکي په یوه واړه ځای کې لوېدلي او وهل ټکول کېږي.

پناه غوښتونکي چې لاسونه او پښې یې په ځنځیرونو تړلي وايي چې که کورنۍ یې پيسې ور ونه لیږي دا خلک یې وژني.

که څه هم ځینو رسنیو ویلي چې د ترکیې پولیسو دا افغان پناه غوښتونکي نیولي خو لا خپلواکو سرچینو دا خبره نه ده تأیید کړې.

مخکې تر دې بیا د ترکیې د سرحدي پولیسو په لاس د ګڼو افغان پناه غوښتونکو د نیولو او ځورولو پېښې راپور شوې وې.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د ترکیې په وان کې د کډوالو په یوه بس باندې په ډزو سره یو پنځه کلن افغان ماشوم وژل شوی و.