د بښنې نړيوال سازمان: اوکرايني ځواکونه د عملياتو پر مهال ملکيان په خطر کې اچوي

اوکرایني سرتېري

د بښنې نړیوال سازمان اوکرایني ځواکونه تورن کړي چې د استوګنې په ودانیو، ښوونځیو او روغتونونو کې په مېشتېدو سره ملکي وګړي په خطر کې اچوي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه تور د کییف له تُند غبرګون سره مخ شوی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي، اګنیس کالامارد، وویل چې "د دې ډلې څېړونکو" د اوکراین د ځواکونو یو لړ کړنې مستند کړي چې په ګڼ مېشته سیمو کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي بېګا په خپله ویډیويي وینا کې وویل، حتی په فرضي ډول هم داسې کوم شرط نه‌شته چې د روسیې د برید دې پرې توجیه شي.

خو اګنیس کالمارډ وویل: "هیڅ شرایط د اوکراین پوځ د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د درناوي څخه مستثنی نه ګرځوي."

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د دې هېواد په ۱۹ ښارونو او کلیو کې د اوکراین د ځواکونو له خوا د ګڼ مېشتو سیمو دننه او په شخصي ودانیو کې د بریدونو شواهد موندلي دي.