د اوکراين پوځ: پر 'پيسکي کلي' مو د روسيې بريدونه په شا تمبولي

اوکرايني سرتېري

د اوکراین پوځ پرون (پنجشنبې) وویل چې روسي ځواکونو لږ تر لږه دوه ځلې پر پیسکي کلي حمله کړې خو بریدونه یې تمبول شوي دي.

د اوکراین پوځ په دې سیمه کې، چې دونیڅک ښار ته نږدې ده، د خپلو مخالفو وسله والو پر ضد له اتو کلونو راهیسې کلکې مورچې جوړې کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت هم پرون تأیید کړه چې ځواکونو یې پر پیسکي سیمې یریدونه پیل کړي دي.

د اوکراين په بېلابېلو سيمو کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ لا هم شديده جګړه روانه ده.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي تېره ورځ ويلي و، اوکراين کې د جګړې لومړۍ کرښې دوزخ ته ورته دي.

نوموړي ويلي وو، دوی به د روسي ځواکونو پر وړاندې د امريکا ورکول شوي توغندي وکاروي.