د عامې روغتيا رياست ځايي مسؤلين وايي، په زابل کې پرون مازدیګر په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه ټپیان شول.
په زابل ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې د زابل د مرکز کلات د «کاکړانو چینې» په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر په نتیجه کې ټپیان شوي کسان د کلات روغتون ته وروړل شوي دي.
د لارو خرابوالی، له ترافیکي قوانینو سره نه بلدتیا او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د ډېروالي عمده علتونه ګڼل کېږي.
په دې وروستيو کې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو د ترافيکي پېښو د زياتوالي راپورونه ورکول کېږي.