د افغانستان برېښنا شرکت: د ګاونډيو هېوادونو برېښنا پورونه مو ورکړي

برېښنا شرکت

د افغانستان برېښنا شرکت، چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، وايي چې د وارداتي برېښنا له درکه یې د ګاونډیو هیوادونو پورونه ورکړي دي.

د دغه شرکت د سوداګري چارو رئیس مولوي عبدالرحمان ویلي چې افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ۱۳۸ میلیون ډالره پور ادا کړی دی.

ده ونه ویل چې ټولټال برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو څومره پوروړی دی.

خو د دغه شرکت مالي او اداري رئيس د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تاجکستان نیمايي پور یې بېرته ورکړی دی.

افغانستان له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي خو تر ټولو ډېره برېښنا له ازبکستان څخه واردوي.