د طالبانو حکومت ویلي چې افغانستان ته د ایمن الظواهري د راتګ او هلته د هغه د اوسېدو په اړه نه پوهېدل.
د اګست په ۱ د امریکا ولسمشر جوبایډن علان وکړ چې الظواهري په کابل کې د امریکا په ډرون برید کې وژل شوی دی.
صفي الله ستانکزي له کارپوه او د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت شورا له ویاند کبیرحقمل سره مرکه کړې ده.
په لومړۍ کې یې د طالبانو د وروستي بیان په اړه پوښتنه کړې چې څه پایلې به ولري؟
Your browser doesn’t support HTML5