په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو دده په خبره د امریکا د ادعا په اړه څېړنې کوي.
شاهین چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ ته هم پېژندل شوی و دا خبرې رویټرز اژانس ته کړي.
طالبانو تر دې دمه د ظواهري د وژل کېدو تأیید نه دی کړی.
د دوی چارواکو له هغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د حکومت دریځ به ترلاسه او له رسنیو سره شریک کړي.