مسؤلين: د ننګرهار کانال رياست مالدارۍ فارم د ورځې ۵۰۰ لېټره شيدې توليدوي

ارشيف

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ننګرهار کانال رياست اړوند د مالدارۍ فارم د ورځې تر ۵۰۰ لېټره تازه شيدې توليدوي.

دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي، په ياد فارم کې ۲۸۰ څاروي موجود دي، چې په‌کې غواګانې، خوسکیان، غوایان او وزې شاملې دي.

د دې وزارت په خبره، له ۲۸۰ څارویو څخه ۵۱ غواګانې په ورځني ډول هره ورځ ۵۰۰ لېټره تازه شېده کوي چې دغې چارې د لبنیاتو تولید په دغه ولایت کې ښه کړی.

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کېږي چې په‌کې د حیواني سرې تولید او د دوي د تغذیې لپاره بېلابېل پرګرامونه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په خیتځو ولایتونو کې د ګرمې هوا او وچکالۍ له امله د څارویو د له‌منځه تللو اندېښنې مطرح شوې وې.