د سوداګرۍ خونې ګډ پلاوي کراچۍ کې افغان سوداګرو سره ليدلي

ارشيف

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې پلاوي کراچې ته خپل سفر کې تېره ورځ په دغه ښار کې مېشت افغان سوداګرو سره لیدلي.

دغې خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دې پلاوي مشري چې د یادې خونې مشر خان جان الکوزي کوي، په کراچې کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د دوی په وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه ناسته کړې.

د خبرپاڼې په حواله، مخکې افغان سوداګرو د پاکستان نړېوال بندر، کراچۍ بندر او جنوبي اسیا بندرونو کې خپلې ستونزې له تللي پلاوي سره شریکې کړي او د حل غوښتنه یې ترې کړې.

د دوی په خبره، په دغو بندرونو کې لوړې تعرفې، د بار وړونکو موټرو زیات درولو او همدا راز یو شمېر هغه تخنیکي چارې چې په بندرونو کې ترسره کېږي دوی لپاره زیاتې ستونزې جوړې کړي.

دغه پلاوی پاکستان ته وړمه ورځ تللی او ښايي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه له پاکستان چارواکو سره هم وګوري.