زلنسکي د اوکراين د جګړې په اړه د جرمني د پخواني صدراعظم خبرې ځپونکي بللي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د جرمني د پخواني صدر اعظم ګرهارد شرودر (Gerhard Schroeder) هغه خبرې ځپونکي وبللې چې ویلې یې دي، روسیه غواړي د خبرو له لارې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

زلنسکي ویلي، دا د شرم وړ خبره ده چې پخواني اروپایي مشران د روسیې په ګټه خبرې کوي.

زلنسکي په خپلو بېګانیو څرګندونو کې وویل، روسیه اوس غواړي چې خپل پټ استازي فعال کړي او د ده په خبره له دې لارې غواړي وښيي چې د خبرو غوښتونکې ده.

د جرمني پخواني صدراعظم ګرهار شرودر چې د پوتین یو پخوانی ملګری دی، ویلي چې تېره اونۍ یې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر سره کتلي دي.