ويانا کې امريکا او ايران د اټومي تړون د بيا احيا په اړه مذاکره کوي

د ايران اټومي بټۍ

د امریکا او ایران لوړ پوړي مذاکره کوونکي ویانا ته ځي ترڅو د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا احیا په اړه خبرې پیل کړي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ میلي پرون وویل چې په همدې هدف ویانا ته روان دی او هېواد یې په ښه نیت یوې هوکړې ته د رسېدو لېوال دی.

هغه زیاته کړه دا به ډېر ژر روښانه شي چې ایا ایران هم دا ډول هدف لري که نه.

د ایراني پلاوي مشر مرکچي علي باقري کني، هم ویانا ته تللی دی.

ټاکل شوې چې خبرې نن بیا پیل شي.