د اوکراين د غَلو دانو د لومړۍ کښتۍ تفتيش بشپړ شوی او خپل حرکت ته به دوام ورکړي

هغه اوکرايني کښتۍ چې غلې دانې په‌کې بار دي.

د اوکراین د غَلو د لومړۍ بېړۍ تفتیش بشپړ شوی او تمه کېږي چې د باسفورس تنګي څخه تېره شي.

د کښتۍ وروستی مقصد لبنان دی.

د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اوکراین د غَلو د استولو بهیر پیل شوی دی.

د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پر اوکراين د روسيې له يرغل وروسته د اوکراين د غلو صادرات بند شوي وو.

خو تېره اوونۍ ملګرو ملتونو او ترکيې منځګړیتوب وکړ او د اوکرایین او روسیې تر منځ یې د غلو د صادراتو لپاره یوه هوکړه جوړه کړه چې په اساس یې روسیه د اوکرایین له دریو بندرونو د غَلو د صادراتو اجازه ورکړې.