د طالبانو حکومت: د چين او امريکا اړيکې پر سيمه اغېز لرلی شي

د چين او امريکا بيرغونه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي د چین او امریکا تر منځ اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او ښېرازۍ اغېز لري.

د دغه وزارت ویاند قهار بلخي دا خبره بېګاه په یوه ټوېټري بیان کې وروسته له هغه کړې چې تایوان ته د امریکا د استازیو جرګې د مشرې نانسي پلوسي په سفر سره د چین او امریکا اړیکې لا پسې سړې راپور شوي او کړکېچونه یې راولاړ کړي.

بلخي زیاته کړې چې د دوی حکومت د (واحد) چین پر اصولي سیاست ټینګار کوي او د چین او امریکا تر منځ له مناسبو لارو د اختلافاتو حل غواړي.

د امريکا د استازيو جرګې مشره پلوسې چې ټايوان ته تللې، هلته له رسېدو سره سم يې وویل، له ټایوان سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت نن ځکه ډېر مهم دی چې نړۍ د استبداد او ډیموکراسۍ ترمینځ باید یو انتخاب ولري.