د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي کوم ډرون چې د القاعدې مشر په نښه کړی د پاکستان له فضا نه دی الوزول شوی.
ثناالله دا خبره پرون د پاکستان جیو ټلوېزیون ته کړې.
هغه زیاته کړې ایمن الظواهري چېرته چې اوسېده هلته په نښه شوی نو دا خبره باید د امریکا او افغانستان تر منځ بحث شي.
د القاعدې مشر د جولای په ۳۱ په کابل کې سهار وختي د امریکا د ډرون الوتکې په بریدونو کې وژل شوی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه وژنه اعلان کړه خو طالبانو لا تر اوسه هم نه ده تاید کړې، یوازې یې د ډرون برید غندلی او د دوحې د تړون سرغړونه یې بللې.
داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې پر الظواهري بريد ته په غبرګون کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالب مشرانو بحثونه روان دي.