په ارزګان کې د طالبانو چارواکي وایي چې په تېره یوه میاشت کې یې د بېلابېلو غلاوو په تور شاوخوا پنځوس تنه نیولي دي.
د طالبانو د امنيه قومندانۍ د لومړۍ حوزې امر حاجي طالب اغا وايي، د غلو د نیولو د هڅو په ترڅ کې يې تازه د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې چې په ترینکوټ ښار او کندهار ولایت کې يې په بېلابېلو غلاوو کې لاس درلود.
پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چې په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی، ورسره د غلاوو پېښې هم په ځینو ولایتونو کې زیاتې شوي دي.
لومړيو کې خلکو فکر کاوه چې طالب واکمنۍ کې به د غلاو او جنايي پېښو کچه راکمه شي، خو په يو شمېر ولايتونو کې د غلاو پېښو د ډېرېدو راپورونه ورکول کېږي.