د اوکراين د 'زاپوريژيا' اټومي بټۍ کې وضعيت خراب ښودل شوی

د اوکراين اټومي بټۍ

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې وضعیت ناکراره دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره غواړي د زاپوريژیا تاسیساتو ته یو پلاوی واستوي.

ښاغلی ګروسي پرون د اګست په دوهمه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل چې د زاپوريژیا په تاسیساتو کې وضعیت په رښتیا خراب دی او زیاته یې کړه چې ملګري ملتونه نه‌شي کولای د دې وضعیت دوام ته اجازه ورکړي.

دا بټۍ چې د اوکراین په جنوب کې د دنیپر پر سیند جوړه ده، پر اوکراین د روسیې د یرغل له لومړیو اونیو څخه د روسیې د پوځ په ولکه کې ده.