چارواکي: د اوکراين پر غَلو دانو بار لومړنۍ کښتۍ پرون ترکيې ته ورسېده

اوکرايني کښتۍ ترکيه کې

ترکي چارواکو ويلي دي، د اوکراین پر غلو بار لومړنۍ کښتۍ پرون ترکیې ته ورسېده.

د جګړه ځپلي اوکراین د غلو صادرات د هغه تړون له مخې پیل شوي چې څو ورځې مخکې په استانبول کې د روسیې، اوکراین، ملګرو ملتونو او ترکیې ترمنځ لاسلیک شو.

په دغه کښتۍ کې چې ۲۶ زره ټنه جوار بار دي او لبنان ته یې لېږدوي، د اګست په لومړۍ نېټه د اوکراین د ادیسه له بندري ښاره خوځېدلې وه.

د ترکیې په استانبول کې د همغږۍ د مرکز یوه چارواکي وویل چې د اوکراین د غلو د صادراتو لپاره تیاری روان دی او ډېر ژر به د ادیسه له بندرونو نورې کښتۍ هم وخوځیږي.