ملګرو ملتونه: بېرته ور ستنېدونکو افغانانو ته مو ښوونځي او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي

ارشيف - د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کارکوونکي سيمه کې د کار پر مهال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، تېر يو نيم کال کې يې زيانمنو شويو افغانانو سره بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.

یو ان ایچ سي آر وایي، په هغو سیمو کې چې افغانان ورستنیږي د جذبولو د ظرفیت د پیاوړي کېدو او له زیانګالو کوربنو ټولنو سره د مرستې لپاره یې ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او نورتاسیسات رغولي چې د روان کال راهیسې ورڅخه دوه نیم ملیون کسانو ګټه اخیستي.

یوان ایچ سي آر په یوه ټویټ کې د دغو هڅو په ترڅ کې په بامیان کې د یوه منځني ښوونځي د پرانستلو خبره کړې او ویلي یې دي چې دغه ښوونځی چې د دې ولایت په ششپول او قشقه سیمه کې ودان شوی، د څلور نیم سوه نجونو او هلکانو د زده کړې ظرفیت لري.

د یوان ایچ سي آرپه وینا دا هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې خلک بېرته ورستانه شوي او جذب شوي دي.

سږ کال په باميان او ورڅېرمه ولايتونو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډوالې شوې چې روغتيايي، پوهنې او نورو برخو کې له جدي ستونزو سره مخ شوې.