د خوړو نړیوال پروګرام: تراوسه مو ۱۵ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې

ارشیف: په افغانستان کې اړمنو سره د مرستې انځور

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو اف پي ویلي، له روان کال راهیسې یې تر دې دمه له پنځلسو میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده.

دا خبره د ډبلیو اف پي په یوه اعلامیه کې پرون ذکر شوې ده.

ځينې دا مرستې د کار په بدل کې شوي دي.

د خوړو په بدل کې د کار په شپږ میاشتني پروګرام کې سل کیلوګرامه اوړه، دولس کیلو لوبیا، نخود، مۍ او نهه کیلو غوړي ورکړل شوي دي.