پاپ فرانسس د منځنۍ اسیا هېوادونو غونډه کې ګډون کوي

پاپ فرانسس

ټاکل شوې٬ چې د نړۍ د رومن کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ شي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له خوا په هره سپټمبر میاشت کې جوړېږي.

په دې مراسمو کې د روسیې د ارتودوکس کلیسا مشر کیریل هم ګډون کوي.

واتیکان نن د اګست لومړۍ اعلان وکړ٬ چې پاپ به د سپټمبر له ۱۳ تر ۱۵ نېټې پورې د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د نړۍ د عنعنوي مذاهبو او مشرانو په اووم کانګرس کې برخه واخلي.

د قزاقستان د ولسمشر دفتر هم د دې سفر خبر ورکړی دی.

د واتیکان په بیان کې له کیریل سره د پاپ د لیدنې یادونه نه ده شوې٬ خو پاپ په خپله څو ځلې ویلي دي چې غواړي د روسیې د کلیسا له مشر سره وګوري.