د بلخ ولایت کوشاني لوبډلې د شمال زون فوټبال سياليو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان اتلانو ليګ دوهم پړاو مقدماتي سياليو جوزجان ولایت امېد لوبډلې دوهم مقام خپل کړ.
د دې فدراسیون په وینا، بلخ ولايت کوشاني لوبډلې په دغو سیالیو کې ١٠ او د جوزجان ولايت امېد کلپ ٩ امتيازونه خپل کړي وو.
دغه سيالۍ چې د بلخ ولايت په سينا فوټبال ورزشي سټډيوم کې ترسره شوې پنځه ورځې يې دوام وکړ، چې له یادو لوبډلو سربېره، سرپل امام يحى، فارياب ياشلر او د سمنګان ولايت امير علي شېر نوايي لوبډلو په کې ګډون درلود.
د دغو سیالیو هدف وزرش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.