ايران طالبانو ته: ايراني پوله ساتي د جغرافيه‌وي حدودو په اړه پوره مالومات لري

ايراني پوله ساتي ځواکونه

ایران ویلي، طالبان باید ډاډه شي چې پوله ساتي ځواکونه یې د خپلو پولو او جغرافیه‌وي حدودو په اړه معلومات لري.

ایراني رسنیو دا خبره د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال مجید میر احمدي په حواله کړې او ویلي یې دي، له دې پوهاوي سره سرحدي ناندرۍ کمېږي.

میر احمدي دا څرګندونې په نیمروز ولایت کې پرونۍ سرحدي شخړې ته په اشارې کړي دي.

نیمروز کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې پرونۍ وسله‌واله شخړه کې د طالبانو یو سرحدي سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو مرستیال ویلي، د طالبانو پوله ساتو نن بیا پر ایراني ځواکونو باندې ډزې کړي دي، هغه نور جزیات ور نه‌کړل او تر دې شېبې طالبانو هم په رسمي ډول څه نه دي ویلي.