جاپان افغانستان کې د خپلو نيمګړو پروژو د بشپړولو ژمنه کړې

افغانستان کې د جاپان يوه پروژه

دا ژمنه په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د پرونیو لیدو کتو پر مهال کړې.

د طالبانو د حکومت اړوند باختر اژانس راپور ورکړی چې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې غواړي د سرې میاشتې له لارې له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې وروستیو سېلابونو او زلزلو ځپلي دي.

د جاپاني رسنیو د معلوماتو له مخې جاپان تېرو شلو کلونو کې افغانستان سره پنځه نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.