امريکا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۶ ته پورته شوی دی

ارشيف

د امریکا په کینتکي ایالت کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶ ته پورته شوی.

د کېنتکي والي اندي بېشر پرون په خپل ټوېټر یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې ممکن مرګ‌ژوبلې شمېر لا پسې لوړ شي.

د دې ایالت په ختیځو سیمو کې تر سختو ورښتو وروسته سېلابونه جاري شوي چې په‌کې په مرګ‌ژوبلو سربېره د والي په خبره سلګونه میلیونه ډالره تاوان هم اوښتی دی.

لا هم د ژغورنې ټیمونه د ورکو شویو خلکو په لټه کې دي.