'نور روغتون' کې بهرني متخصصين د سترګو ۵۰۰ وړيا عمليات ترسره کوي

ارشيف

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي په نور روغتون کې بهرني متخصصین د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیات ترسره کوي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان پرون ماښام ازادي راډيو ته وویل: "دوشنبه او سه شنبه به زموږ هېوادوال ثبت شي. د دوی د عملیاتو ورځې به وټاکل شي او هغه کسان چې په ټاکلي وخت چمتو وي، عملیات به یې ترسره شي."

تر دې مخکې د سترګو د عملیاتو لپاره اکثر خلک بهر تلل او سلګونه ډالره به یې لګېدل.

افغانستان يو له هغه هېوادونو دی چې جګړو او بمي چاودونو له امله په‌کې په لوړه فيصدۍ خلک د سترګو ستونزې لري چې ډېری يې د درملنې لپاره ګاونډي هېواد پاکستان ته ځي.