د پاکستان یوه بله جرګه له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره کابل ته تللې ده

د تحريک طالبان چارواکي

د جیو ټلوېزیون او ډېوې راډيو د راپورونو له مخې دې دولس کسیزه جرګه‌ کې د قبایلي ضلعو مشران او حکومتي چارواکي شامل دي.

دوی غواړي د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره خبرو ته دوام او سرعت ورکړي.

دا جرګه داسې وخت افغانستان ته تللې چې د جمعې په ورځ د پاکستاني عالمانو يو پلاوی له طالب چارواکو او پاکستاني طالبانو سره تر خبرو وروسته پاکستان ته ستون شوی.

یکشنبه کابل ته د تللې جرګې په چوکاټ کې د باجوړ نه د پاکستاني طالبانو د مهم قومندان فقير محمد ورور، پخوانی والي شوکت الله، د مومندو نه سناتور هلال الرحمان، د شمالي وزيرستان نه د جميعت علماء اسلام پخوانی سناتور صالح شاه او د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سېف ترڅنګ دولس تنان شامل دي.

دا جرګې په دې هڅه کې دي چې پاکستاني طالبان او د پاکستان حکومت سره پخلا کړي او دایمي اوربند ته یې ورسوي.