زیلینسکي: روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه وپېژندل شي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر د دونېڅک سیمې پر یوه زندان حملې ته چې په نتیجه کې یې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول د اشارې په ترڅ کې ویلي دي، چې روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه وپېژندل شي.

ولودیمیر زیلینسکي تېره شپه ناوخته په کییف ښار کې په یوه ویډیويي وینا کې وویل: "روسیه باید د تروریزم د ملاتړ کوونکي دولت په توګه وپېژندل شي. په ځانګړي ډول له متحدایالاتو غواړم چې باید پرېکړه وکړي او همدا یې وخت دی. روسیې د ګڼو تروریستي اقداماتو په وسیله ثابته کړې ده چې په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو لویه سرچینه ده او دا یو حقیقت دی."

د دونېڅک په زندان کې چې روس پلوي بېلتونپال یې اداره کوي، هغه اوکرایني سرتېري ساتل کېدل چې د روسیې له خوا د ماریوپول ښار د کلابندۍ پرمهال د فولادو په فابریکه کې دېره وو، او په مې میاشت کې د ملګروملتونو او سره صلیب په منځګړتوب له هغه ځایه واېستل شول.